د کابل په بادام‌باغ کې د بزګرمېلې او پسرلني نندارتون د لغوې خبرتیا

content_admin
 د کابل په بادام‌باغ کې د بزګرمېلې او پسرلني نندارتون د لغوې خبرتیا

۱۸ کب ۱۳۹۸
ټاکل شوې وه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، د وري له دویمې تر پنځمې نېټې پورې د بزګر مېله او د کرنیزو توکو پسرلني نندارتون د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي، خو د روغتیا وزارت د لارښوونو د ښه پلي کېدو او د کرونا ویروس له احتمالي خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه دا مېله او نندارتون لغو شوې ده.
په همدې موخه، د هېواد لر او بر کې ټولو غرفه لرونکو، نندارتون کې د ګډون لېوالو کسانو او ښاغلیو بزګرانو ته خبر ورکول کیږي ، چې په کابل کې یاد نندارتون او مېله لغو شوي دي او نه ترسره کیږي.
ددې لپاره، چې د بزګر مېلي او دکرنیزو محصولاتو په نندارتون کې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه غرفه لرونکي او پېرېدونکي راتلل، د کرنې وزارت د روغتیا وزارت د لارښوونو د لاښه پلي کولو او د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په موخه یاد نندارتون او مېله لغوه کړئ دی.
په درنښت
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۲۰
Background image

رسنیز بلنلیک: د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت د نیالګیو اېښودو کمپاین

رسنیز بلنلیک
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت «د نن نیالګی، د راتلونکي هوساینه» تر شعار لاندې د نیالګیو اېښودو کمپاین د کابل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

رسنیز بلنلیک:

رسنیز بلنلیک:
ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنې وزارت د رهبرۍ په حضور کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه خپل د اسلامي مالي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د . . .

Back to announcements