د ژمنیو نباتاتو د کرنیزو تخمونو تولید د پلان جوړونې ورکشاپ پرانیسته

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۲:۳۳
د ژمنیو نباتاتو د کرنیزو تخمونو تولید د پلان جوړونې ورکشاپ پرانیسته

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدارعظم عثماني له خوا په داسې حال کې، چې دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو او کارپوهانو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یوشمېر چارواکو او د کرنیزو تخمونو د تولیدي شرکتونو چارواکو هم شتون درلود دکرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې په ریاست کې د ژمنیو نباتاتو د تخمونو تولید د پلان جوړونې ورکشاپ پرانیستل شو.
په دې غونډه کې مولوي صدراعظم عثماني د هېواد د کرنې د سکتور په وده کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید پر اهمیت ټینګار وکړ او د تخمونو د تولیدي شرکتونو له مسوولینو یې وغوښتل، چې د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په برخه کې کرنې وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه رعایت کړي. هغه زیاته کړه: «په تېرو درېیو کلونو کې مو تل د کرنیزو تخمونو له تولیدي شرکتونو سره اړیکې ټینګې کړي او د هغوی ستونزې مو هوارې کړي دي. له دې وروسته به هم دا لړۍ دوام و لري، خو د کرنې وزارت له خوا تاسو ته وړاندې شوی پلان باید په جدي توګه عملي او ټول معیارونه باید رعایت شي، ترڅو د کرنیزو تخمونو په برخه کې د بزګرانو ستونزې هوارې شي او دوی وکولای شي له کرنې څخه یې ډېر حاصل ترلاسه کړي.»
د دې ورکشاپ په پیل غونډه کې، چې د ترویج لوی رییس مولوی امیر محمد حقاني، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد، د غلودانو د پراختیا رییس محمد اسماعیل شکیب، دکرنې وزارت د توافقي او تطبیقي څېړنو رییس محمد رفیع باوري، د کرنیزو تخمونو د شرکتونو د ټولنې رییس حفیظ الله، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو، د کرنیزو تخمونو د تولیدي شرکتونو چارواکو، او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کارپوهانو حضور درلود، په یاده برخه کې خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه. 
ټاکل شوې، چې دغه ورکشاپ درې ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې د کرنې وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د اصلاح شويو تخمونو د توليدي شرکتونو په همکارۍ د ژمنيو بوټو د تخم د توليد د څرنګوالي پلان جوړ شي.

افتتاح ورکشاپ پلان‌گذاری تولید تخم‌های بذری نباتات زمستانی
۶ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
ورکشاپ پلان‌گذاری تولید تخم‌های بذری نباتات زمستانی در ریاست تصدیق‌دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت، توسط مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با حضور شماری از رئیسان و متخصصین وزارت زراعت، مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و مسوولان شرکت‌های تولید تخم‌های بذری افتتاح شد.
در این نشست، مولوی صدراعظم عثمانی بر اهمیت تولید تخم‌های بذری اصلاح‌شده در رشد سکتور زراعت کشور تأکید کرد و از مسوولان شرکت‌های تولید تخم بذری خواست تا معیارهای تعیین‌شده توسط وزارت زراعت را برای تولید تخم بذری باکیفیت رعایت کنند. وی افزود: "در سه سال اخیر ما همواره با شرکت‌های تخم‌های بذری در تماس بوده‌ایم و مشکلات آنان را حل کرده‌ایم. از این پس نیز این روند ادامه دارد، اما پلانی که از سوی وزارت زراعت به شما ارائه می‌شود باید به‌صورت دقیق تطبیق شده و تمامی معیارهای تعیین‌شده رعایت گردد تا مشکلات دهقانان در زمینه تولید تخم بذری برطرف شود و آنان بتوانند از کشت آن حاصلات بیشتری به دست آورند."
در این ورکشاپ، مولوی امیر محمد حقانی رئیس عمومی ترویج، مولوی صدیق‌الله رحمانی رئیس تصدیق‌دهی تخم‌های بذری، مفتی عبدالرحم شاهد رئیس توسعه سکتور خصوصی، محمد اسماعیل شکیب رئیس توسعه غله‌جات، محمد رفیع باوری رئیس تحقیقات تطبیقی و توافقی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، حفیظ‌الله رئیس اتحادیه شرکت‌های تخم‌های بذری، مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، مسوولان شرکت‌های تولید تخم‌های بذری و متخصصین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری حضور داشتند.
قرار است این ورکشاپ به مدت سه روز ادامه داشته باشد و در آن، پلان چگونگی تولید تخم‌های بذری نباتات زمستانی توسط وزارت زراعت، با همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و شرکت‌های تولید تخم‌های بذری اصلاح‌شده، تنظیم گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت