د چرګانو روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ هلمند کې لسګونه فارم لرونکي وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۳۹
د چرګانو روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ هلمند کې لسګونه فارم لرونکي وروزل شول

۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، ددې ولایت ٩٠ تنه د چرګانو فارم لرونکو سره د حیواني خوراکې د مرستې ترڅنګ دوی ته د چرګانو روزنې په برخه کې روزنه هم ورکړل شوي دي. 
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو فارم لرونکو ته د چرګانو د ښې روزنې، د ناروغیو مخنیوي او درملنې، د محصولاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو او د کیفیت او کمیت له پلوه د چرګانو فارمونو د روزلو په اړه زده کړې ورکړل شوي دي.
همدارنګه یادو فارم لرونکو ته د روزنیز پروګرام په وروستیو کې د هر فارم مسؤل ته  ١٥ بوجۍ د چرګانو خوراکه هم ورکړل شوي دي. 
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې خصوصي سکټور ته وده او پراختیا ورکړي، ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات مو پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت