د چرګانو روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ هلمند کې لسګونه فارم لرونکي وروزل شول
۵ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، ددې ولایت ٩٠ تنه د چرګانو فارم لرونکو سره د حیواني خوراکې د مرستې ترڅنګ دوی ته د چرګانو روزنې په برخه کې روزنه هم ورکړل شوي دي.
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو فارم لرونکو ته د چرګانو د ښې روزنې، د ناروغیو مخنیوي او درملنې، د محصولاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو او د کیفیت او کمیت له پلوه د چرګانو فارمونو د روزلو په اړه زده کړې ورکړل شوي دي.
همدارنګه یادو فارم لرونکو ته د روزنیز پروګرام په وروستیو کې د هر فارم مسؤل ته ١٥ بوجۍ د چرګانو خوراکه هم ورکړل شوي دي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې خصوصي سکټور ته وده او پراختیا ورکړي، ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات مو پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.