د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په پار ورکشاپ

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۴:۱۸
د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په پار ورکشاپ

۱۸ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ، د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې، د ژوند د تنوع ملي اسټراټیژۍ تجدید او د وحشي ژویو د غیرقانوني سوداګرۍ د ارزونې په پار مشورتي ورکشاپ په لاره اچولی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ددې څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل غونډې ته په وینا کې وویل، چې دکرنې وزارت توانېدلی دی، چې د چاپېریال ساتنې د وضعیت د ښه کولو په برخه کې اغېزناک ګامونه وچت کړي، او د پستې او غرني بادامو ۱۸ زره ځنګلونه ورغوي او دکابل په زرغون کمربند کې دوه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکې سمسور کړي. ښاغلی غفوري زیاته کړه، چې د ۲۸.۸ میلیونه نیالګیو تولید، په ۲۲ ولایتونو کې ۴۳۰ زره هکټاره طبیعي ځنګلونو ایجادول، په ۱۲ ولایتونو کې درې زره او ۱۷۸ هکټار څړځایونه رغول، د هېواد په کچه د طبي بوټو له ډلې انجه او شیرین بویې دوه زره او ۶۷۰ هکټاره سیمې بیارغول او خوندي کول ددغو فعالیتونو له ډلې دي.
حشمت الله غفوري وویل: «د کرنې وزارت، اقلیم بدلون سره مبارزه، د شین کوریزو ګازونو ټیټوالی، د چاپېریال ساتنې ښه والی او د ژوند د تنوع ساتنه په پام کې لري او خپل وظیفوي
مسوولیتونه یې ګڼې.»
ښاغلی غفوري دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ طرحې ته په اشارې سره ویول، چې دا سند کولی شي، چې اقلیم بدلون سره د مبارزې، د شین کوریزو ګازونو ټیټولو او د ژوند د تنوع په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او تقنین رییس اجمل مرتضوی وایي، چې په دې ورکشاپ کې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې، د ژوند د تنوع ملي اسټراټیژۍ تجدید او د وحشي ژویو د غیرقانون سوداګرۍ د ارزونې په پار خبرې کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په مشورتي ورکشاپ کې د ۳۴ ولایتونو څخه نږدې ۲۰۰ سیمه ییز چارواکي ګډون کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د سیمې د اوسیدونکو د اړتیا او غوښتنې په اساس، ددې ریاست اړوند قدرتي سرچینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو. . .

بازگشت