د ځمکو چارو لوی رییس: د اسنادو په تعقیب او خپلو دندو کې د مراتبو لړۍ مراعات کړئ

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۲۳ - ۱۴:۰
د ځمکو چارو لوی رییس: د اسنادو په تعقیب او خپلو دندو کې د مراتبو لړۍ مراعات کړئ


په هغه غونډه کې، چې د ځمکو چارو رياست د لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوه؛ د استملاک او بیا مېشتدنۍ او د جیودیزۍ او کدستر عمومي ریاستونو د مسوولینو په ګډون د دغو څانګو تر چتر لاندې ریاستونو مسوولين هم ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې د ځمکو چارو ریاست د جیودیزۍ او استملاک عمومي ریاستونو چارواکو په خپل وار خپل وړاندیزونه او ستونزې د ځمکو چارو ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې.
په پیل کې د جیودیزۍ او کدستر ریاست مسوولینو د ترانسپورت او حاضرۍ برخې مسولینو د نه همکارۍ همداراز د دغه څانګې د یو شمېر رئیسانو د موټرو نشتون، د غیر مسلکي کسانو ګمارنه او نورو اداراتو نه همکارۍ يې د دغې برخې ستونزې و بلل.
ورپسې د استملاک او بیا مېشتدنې ریاست مسوولینو هم په خپل وار خپلې ستونزې د ځمکو چارو ریاست له مشرتابه سره کړل؛ د دوی په ټکو د تنظیم او وېش په ریاست کې هغه برخې چی اوس مهال د قرنطین په حالت کې دي او هغه مکتوبونه چې د اراضۍ ریاست لخوا د کرنې وزارت د مشرتابه په لاسلیک د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو ته لېږل کېږي خو له بده مرغه بېرته دې ادارې ته نه استول کېږي او د قبالو او د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت ریاستونو فعالیتونه چې تر اوسه په ټپه ولاړ دي اصلي ستونزې دي.
همداراز د استملاک او تصفيې په رياستونو کې د ځمکوالۍ په برخه کې د شته ستونزو او نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته د ښونیز سمینارونو په جوړونه کې هم خبرې او خپل نظرونه یې شريک کړل.
 د اطلاعاتي تکنالوجۍ او د اداري برخې مسولینو هم خپلې ستونزې او وړانديزونه د ځمکو چارو ریاست له مشرتابه سره شرکې او هر اړخيز معلومات يې ورکړل. 
په پای کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د ریاستونو د مسوولینو د خبرو له اورېدو وروسته هغوی ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د ځمکو چارو رياست مشرتابه د دغه رياست ټولو مسوولينو ته لارښوونه وکړه تر څو د اسنادو په تعقیب او په خپلو دندو کې د مراتبو لړۍ په مراعاتولو سره خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت