د پکتیکا کرنیزو سوداګرو او متشبیثینو ته د بالاعوضو مرستو د ترلاسه کولو په پار روزنه ورکړل شوه

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۵:۲۷
د پکتیکا کرنیزو سوداګرو او متشبیثینو ته د بالاعوضو مرستو د ترلاسه کولو په پار روزنه ورکړل شوه

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیکا ولایت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د بڼوالۍ ځنځري ارزښت د ودې سکتوري پروژې له لارې د یاد  ولایت ګڼو کرنیزو سوداګرو او متشبیثینو ته روزنه ورکړل شوه.
د پکتیکا ولایت د کرنې رییس فضل الربي زمانزی وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP»له لارې د یاد ولایت ۲۴ کرنیزو سوداګرو او متشبیثنو ته د مېوو او سبوو د کرنیزې سوداګرۍ په پار هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه،  تر څو په شرایطو برابرو سوداګرو او متشبیثینو د هڅونې تر څنګ دوی د بلاعوضو مرستو څخه برخمن شي.
د پکتیکا د کرنې ریاست د بېلابېلو ورکشاپونو له لارې هلې ځلې کوي، تر څو په بېلابېلو برخو کې کروندګر او د کرنیزو محصولاتو سوداګر وروزي،  چې په پار یې د کرنې ریاست له لورې ګڼې برنامې هم پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت