د پکتیکا دکرنې رییس د علماوو شورا له استازو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۰
د پکتیکا دکرنې رییس د علماوو شورا له استازو سره وکتل

۱۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج شېر محمد ذبیح ددې ولایت د علماوو شورا د رییس او غړو سره د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په موخه خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج شېر محمد ذبیح د دې ولایت د علماوو شورا له رییس او غړو څخه د ځمکې غصب مخنیوی اوغصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په برخه کې د لازمې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیکا د علماوو شورا رییس ددې ولایت دکرنې رییس ته دهر راز همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې چاته په هم اجازه ورنکړي، چې په امارتي ځمکو کې خپل سرې غاصبانه تصرفات وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت