د پکتیکا دکرنې ریاست؛ ګیان کې د اوبولګولو پروژې چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۵۲
د پکتیکا دکرنې ریاست؛ ګیان کې د اوبولګولو پروژې چارې په بشپړېدو دي

١۶ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ګیان په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «هېټلو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د اوبولګولو د یوشمېر پروژو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په دغو پروژو کې د کانالونو جوړول او بیارغول شامل دي، چې ورسره د دې ولسوالی لسګونو اوسیدونکو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د موسمي او باراني اوبو مدیریت په پار د هېواد په کچه پروژې په لاره اچولي دي، چې په کې د چک ډېمونو، وړو بندونو او کانالونو جوړول شامل دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت