د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوی اتمه ناسته ترسره کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۹:۲۲
د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوی اتمه ناسته ترسره کړه

د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی اتمه غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه چی د پکتیا ولایت د ښار جوړونې په ریاست کی دایره شوه د یاد پلاوی رییس او غړو پکې ګډون درلود.
د پکتیا د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی ریس او غړو په جوړه شوی ناسته کې د تیرې اوونۍ راپورنه شریک کړل او هر یو په پخپل وار سره د راتلونکی دوشنبې ورځې لپاره په پلان شوی عملي طرحه کی خپل نظرونه وړاندې کړل، چې په آخر کې یو بې ساری طرحه او پلان ترتیب  کړ.
د یادولو وړ دی، چې د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي ټیم د اسنادو د څیړلو په موخه پنځه کسیزه پلاوی ټاکلی و. 
 او همدارنګه یاد ټاکل شوی پلاوی ته د اسنادو د څیړلو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې او یاد ټیم د مشرانو لارښونو ومنلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړو چې موږ به د را سپارل شوی دندې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کوو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت