د پکتیا  د کرنې ریاست دکرنې متخصص د کړنو او فعالیتونو ارزونه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۱۰
د پکتیا  د کرنې ریاست دکرنې متخصص د کړنو او فعالیتونو ارزونه وشوه

د کرنې وزارت د مقام سلاکار شفیع الله مهمند په مشرۍ پلاوي، چې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ تخنیکي سلاکار شکرالله وزیري او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیالۍ د استازي په شتون کې پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددغه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنې متخصصینو او د کارکوونکو د کړنو ارزونه یې وکړه.
د کرنې وزارت د مقام سلاکار شفیع الله مهمند وویل، چې ددې سفر موخه د کرنې ولایتي متخصصینو د کړنو اولاسته راوړنو هراړخیزه ارزونه او بررسي، چې د پکتیا ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم غځېږي.
په ورته وخت کې یاد پلاوي د پکتیا ولایت د کرنې ریاست د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره د کتنې په ترڅ کې له هغوی څخه وغوښتل، چې خپلې تجربې او کاري مهارتونه له یو بل سره شریک او د کرنې وزارت له مسئولینو سره د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده او پراختیا ورکړي.
شفیع الله مهمند وویل: «پکتیا ولایت ته زموږ د سفر موخه د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ وضعیت او پرتې ستونزې له نږدې کتل دي، تاسو هم کولی شئ خپلې ستونزې او اړتیاوې موږ ته ووایاست او موږ ته یې ولیکئ، ځکه چې د امارت مشرتابه ټولو برخو ته پاملرنه کوي، خو فعالیتونه د اړتیا او لومړیتوب پر بنسټ پلي کېږي.»
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي د پکتیا د کرنې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د کرنې وزارت یاد پلاوی  ته وړاندې کړ او د پکتیا د کرنې او مالدارۍ سکټور ته د دغه وزارت د رهبرۍ د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه د یاد ریاست کارکوونکو د خپلو اړونده آمریتونو او مدیریتونو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، راغلی پلاوي دوی ته ډاډ ورکړ چې یادو ستونزو ته به یې په خپل وخت رسېدنه ووشي.
دغه پلاوی چې د بزګرانو او مالدارانو د وضعیت د څېړنې او د ولایتي متخصصینو د کړنو او فعالیتونو د ارزونې په پار پکتیا ولایت ته تللی دی، د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنې متخصص او د کارکوونکو کړنې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت