د پروژو په پلي کولو کې د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته په پامکې نیولو د کرنې وزیر ټینګار

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۱
د پروژو په پلي کولو کې د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته په پامکې نیولو د کرنې وزیر ټینګار

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د دغه وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د بودجې د تشریح په غونډه کې، چې د مالي او حسابي ریاست مسوولینو له خوا دائره شوې وه، دکرنې وزیر یادو چارواکو ته وویل، چې بودجه د بزګرانو  او مالدارانو اړتیاوو ته په کتو ځانګړې کړي او داسې پروژې دې پلي کړي، چې د هېواد د کروندګرو او مالدارانو اړتیاوې پوره کړي.
دغه غونډه، په مرکز او ولایتونو کې د ۱۴۰۳ کال د بودیجې د تشریح او د هغې د تخصیص د څرنګوالي په اړه د کرنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست مسوولینو د کرنې وزارت لپاره د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري منظور شوې پراختیايي او عادي بودجه د کرنې وزیر ته تشریح او د لا ښه والي په موخه یې د لارښوونې غوښتنه وکړه.
د کرنې وزیر د مالي او حسابي ریاست د مسؤلینو د راپور له اورېدو وروسته هغوی ته د بودجې د اغېزمنې او مثمر ګټې اخیستنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د بودیجې د کمښت ستونزه چې تېرکال بزګران، مالداران او دکرنې وزارت کارکوونکي ورسره مخ وو د روان کال د بودجې په سند کې حل کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو خدماتي او عایداتي وزارت دی، چې د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کوي.

تاکید وزیر زراعت بر درنظرگیری نیازمندی دهقانان و مالداران در تطبیق پروژها 
۲۰ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان جلسه‌ تشریح بودیجه سال ۱۴۰۳ این وزارت از سوی مسوولان ریاست مالی و حسابی به آنها تاکید کرد که بودجه را مطابق به نیازمندی دهقانان و مالدارن تخصیص داده و پروژهای که نیاز دهقانان و مالدارن کشور را مرفوع می‌نماید را تطبیق نمایند.
این جلسه که به منظور تشریح بودجه سال ۱۴۰۳ و چگونگی تخصیص آن در مرکز و ولایت در تالار جلسات وزارت زراعت برگزار شده بود در آن مسوولان ریاست مالی و حسابی وزارت زراعت طی پرزنتیشنی بودجه عادی و انکشافی منظور شده از سوی رهبری امارت اسلامی افغانستان برای وزارت زراعت را به وزیر زراعت تشریح کرده و خواستار هدایت جهت بهبود آن شدند.
وزیر زراعت پس از استماع گزارش مسوولان ریاست مالی و حسابی هدایات لازم را به منظور به مصرف رسانیدن موثر و مثمر بودیجه به آنها سپرده و از آنها خواست که مشکل کمبود بودجه که در سال قبل دهقانان، مالدارن و کارمندان وزارت زراعت با آن مواجه بودند را در سند بودجه امسال حل نمایند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری یک وزارت خدماتی و عایداتی است که برنامه‌های مختلف را جهت رشد و انکشاف سکتور زراعت، آبیاری و مالداری کشور تطبیق  می‌نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴۹
Background image

کندهار کې زرګونه کوچنیو څارویو ته د داخلي پرازیټونو مخنیوی په موخه د درمل ورکولو کمپاین پیل شو

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ښار او ۱۶ ولسوالیو کي د ۶۱۰ زره ۸۰۰ کوچنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۲
Background image

د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او د. . .

بازگشت