د پراختيايي بوديجې د لګولو په پار د کرنې وزارت د مشرتابه غونډه په لاره واچول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۷:۵۱
جلسه رهبری وزارت زراعت پیرامون مصرف بودجه‌ی انکشافی و تطبیق پروژه‌ها برگزار شد

۱۲غويی۱۴۰۰
د پروژو پلي کېدو، د رياستونو ارزونې، د پراختيايي بوديجې د لګولو او د غنمو د پېرلو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې لومړی دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالهادي رفيعي د پروژو او رياستونو د مالي او تدارکاتي پلانونو او د پراختيايي بوديجې په لګولو کې پر ټاکلي موخې جزييات وړاندې کړل.
دغه راز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل، چې ددې وزارت اساسي لومړيتوب د پروژو پروخت پلي کېدل، د چوپړتياوو د وړاندې کولو چټکتيا او له مخکې د ټاکل شويو موخو پر اساس د پراختيايي بوديجې لګول دي.
دکرنې وزير ټينګار وکړ چې د پروژو په پلي کولو کې خنډ او ځنډ د منلو وړ نه دي او مسوولينو سره بايد اصولي چلند وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۳:۳۷
Background image

ننګرهار کې کروندګرو ته روزنیز مرکز جوړېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او دوی ته د کرکېلي د نویو لارو چارو ښودلو په پار غواړي، چې ددې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۱:۳
Background image

د کرنې وزارت په دوو ولایتونو کې ۷۴ سلفر خونې رغوي

۱۶ غوایي ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د پراختیا په پار په دوو ولایتونو میدان وردګ او بامیانو کې د ۷۴ سلفرخونو د رغولو پلان لري.
دغه سلفرخونې د روان ۱۴۰۰ کال په ترڅ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۵:۴۰
Background image

درې ولایتونو کې څلور حیواني کلینیکونه جوړېږي

۱۵ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا ریاست په پام کې لري، چې سږکال د کابل، کندز او لوګر په ولایتونو کې څلور حیواني کلینیکونه جوړ کړي.
د حیواني کلینیکونو. . .

بازگشت