د هېواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې سږکال د اوبولګولو ۱۲۱ شبکې جوړې شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۵:۳۹
امسال ۱۲۱ شبکه آبیاری در بیش از ۲۰ ولایت احیا و بازسازی شده است


۳۰ تله ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د اوبولګولو ۱۲۱ شبکې جوړې کړي دي.
د اوبولګولو یادې شبکې، د غور، میدان وردګ، پکتیا، دایکندي، بغلان، پنجشېر، بادغیس، کونړ، زابل، تخار، ننګرهار، هلمند، کابل، غزني، پکتیکا، خوست، فراه، ارزګان، کندهار، هرات، بلخ، لوګر او پروان په ولایتونو کې جوړ شوي دي.
دغه راز د روان مالي کال په ترڅ کې د کندهار، تخار، بدخشان، ننګرهار او جوزجان په ولایتونو کې د اوبولګولو ۴۳۵ فرعي دویم او درېیمې درجې کانالونه احیا او بیارغول شوي دي.
په ورته وخت کې د دایکندي، پکتیا، بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، غور، خوست، پکتیکا، ارزګان، کندهار او بادغیس په ولایتونو کې د ۱۲۱ واړه آبرېزو د جوړولو او بیا رغولو چارې سږکال پیل شوي دي، چې د مالي کال تر پایه یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت