د هند –افغانستان نندارتون ۱۳۹۷

mail-admin
mail

Event dates

Event dates -

په ممبۍ کې د هند –افغانستان سیمه ییز نندارتون پرانیستل شو
۲۱ وږی ۱۳۹۷
د سوکالۍ پرلور: «د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې» دویم نړیوال نندارتون د اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د زېربناوو په چارو کې د ولسمشر سترسلاکار او د مالیې سرپرست وزیر داکټر محمدهمایون قیومي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی، د هند د مهاراشترای ایالت د سواګرۍ او صنایعو وزیر، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس او یوشمېر سوداګرو او مېلمنو په شتون کې په کار پیل وکړ.
په دغه نندارتون کې د نورو سوداګریزو توکو ترڅنګ د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات هم نندارې ته وړاندې کیږي.
ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله وویل: « دا ډول نندارتونونه جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ځواکمنتیا لپاره ګټور دی.»
په دغه نندارتون کې، کرنیز محصولات، لاسي صنایع او قیمتي ډبرې هم نندارې ته اېښودل کیږي.
همداراز په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم د هند – افغانستان د کلنۍ سوداګریز او پانګونې د سیمه ییز نندارتون په پرانیست غونډه کې، چې د «سوګالۍ پر لور» تر عنوان لاندې د هند په ممبۍ ښارکې په لاره اچول شوې ده شتون درلود. سږنۍ نندارتون، چې په کې څه د پاسه دوه زره افغان، هندی او نړیوالو ګډونوالو ګډون لري د متحده ایالاتو دولت او د ﻣﺗﺣده اﯾﺎﻟﺗوﻧو ﭘرﻣﺧﺗﯾﺎﯾﻲ ادارې له خوا تمویل شوې ده.
د دې نندارتون د ایجادولو موخه، د کرنې، روغتیا، ښوونه او روزنه، صنعت، کانونو او نورو سکټورونو په برخه کې د فرصتونو ایجادول دي.
ټاکل شوې ده، چې په دې نندارتون کې د افغان صادروونکو او بهرني سوداګرو تر منځ لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک شي، چې د افغانستان د صادراتو په ډېرېدا کې به رغنده رول ولري.

 

د هند- افغانستان په نړیوال نندارتون کې د یوشمېر نوي تړونونو په لاسلیک کولو سره، د لاډېرو طبي بوټو د صادرولو زمینه برابره شوه
۲۴ وږی ۱۳۹۷
په ممبۍ ښار کې د هند-افغانستان په نړیوال نندارتون کې د افغان صادروونکو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ یو شمېر سوداګریز تړونونه لاسلیک شول. دغه هوکړه لیکونه په افغانستان کې د سوداګرۍ دفرصتونو او زمېنو په پېژندلو سره له هندي خواوو سره د کرنې وزیر نصیر احمد دراني په شتون کې لاسلیک شول.
په دغو هوکړه لیکونو کې د «ادویه‌جات افغان» له شرکت سره د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو، چې یاد شرکت هندي شرکتونوته ۵۰ زره کیلوګرامه هنګ (طبي بوټی) وړاندې کوي.
یوبل تړون هم د ۳.۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شو، چې پر بنسټ به یې د افغانستان بادام او وچې مېوې د هند بازارونوته عرضه کیږي.
همداراز د لبنیاتو او جوسو شرکت «امیدبهار» هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر بنست به یې د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې له افغانستان څخه هند او نورو نړیوالو بازارونوته د جوسو ۵۰ بار الوتکي واستوي.

 

د هند –افغانستان نړیوال نندارتون په دویمه ورځ د هېواد د صادروونکو د معاملاتو ارزښت، ۴۹.۹ میلیونه ډالر
۲۳ وږی ۱۳۹۷
د هند – افغانستان د نړیوال نندارتون دویمه ورځ افغان صادروونکو لپار لویې لارسته راوړنې درلودې.
د هند-ا افغانستان نړیوال نندارتون په دویمه ورځ د افغانستان صادروونکو د ۴۹.۹ میلیون ډالرو په ارزښت تایید شوي او بالقوا معاملې ترسره کړي دي.
ددغو معاملو ډېری برخه زعفران، ووچې او تازه مېوي دي.
ددې نندارتون د دویمې ورځې د تایید شوي معاملې ارزښت څلور میلیونه او ۷۹۸ زره او ۳۲۲ ډالر ده. همداراز ددې نندارتون د دویمې ورځې د بالقوه معاملې ارزښت ۴۵ میلیونه، ۱۹۴ زره او ۵۸۲ ډالر ده.
د هند – افغانستان نړیوال نندارتون د وږي په ۲۱ مه نېته د هند په ممبۍ ښار کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا پرانیستل شوه.