د هلمند ګرشک کې د کب روزنې ۲۵۳ فارمونه فعالیت کوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۳:۱۴
د هلمند ګرشک کې د کب روزنې ۲۵۳ فارمونه فعالیت کوي

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې د فارمونو وضعیت ارزونې په دوام، ددې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له لوري د ګرشک ولسوالی لسګونو فارم لرونکو ته مسلکي معلومات ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت د ګرشک په ولسوالی کې نږدې ٢٥٣ د کب روزنې فارمونه شتون لري، چې دغو فارمونو کې سلګونه کسان په مستقیم ډول په کار بوخت دي.
ددې لیدنې پر مهال یادو فارم لرونکو ته د کبانو خوراکې ورکولو، د اوبو دمناسبې اندازې برابرولو، د کبانو د ناروغیو مخنیوی او بازار ته د کبانو وړاندې کولو برخه کې لازمې لارښؤنې او سپارښتنې وشوې.
په ورته وخت کې یادو فارم لرونکو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې د کبانو خوراکې ترڅنګ دکبانو ښو نسلونو په برخه کې مرسته او همکاري وشي.
د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار ډېرې هلې ځلې کوي، چې تر دې مهاله یې یو شمېر کسانو ته په دې برخه کې د روزنې ترڅنګ د بېلابېلو اړینو توکو وېشلو زمینه هم برابره کړې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت