د هلمند ولایت ٤ ولسوالیو کې د ١٥٥ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۱:۳۵
د هلمند ولایت ٤ ولسوالیو کې د ١٥٥ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت د باغران، ناوې ، مارجې او واشېر ولسوالیو کې د نږدې ١٥٥ جریبه  امارتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی .
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې دناوې ولسوالی د عینک فصل دښتې سیمو کې، د واشیر ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې، د باغران ولسوالی د رښتې په سیمه کې او د مارجې ولسوالی اختر محمدبازار سیمه کې د نږدې ١٥٥ جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.  
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د زرګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده چې عاملین یې عدلي او قضایي ادارو ته ور پېژندل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت