د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۳۱
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارمندانو لخوا مرکز لښکرګاه ښار کې  له یو شمېر قصابیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
دیادې څارنې په ترڅ کې د قصابیو د غوښو ارزونه وشوه او دغه راز قصابانو ته ځانګړې لارښودنې او توصیې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی، د قصابیو لا ښه تنظیم، د حفظ الصحې مراعتول او اړونده قصابانو ته په مسلخ (مذبح) کې د څارویو د حلالولو توصیه ده. 
ددې څارنې په ترڅ کې دغه راز د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي او اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت