د هلمند ولایت د کرنې رییس په مشرۍ د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۱:۲۰
د هلمند ولایت د کرنې رییس په مشرۍ د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي په مشرۍ ددې ادارې د آمرینو او د کرنې د برخې متخصصینو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه. 
په یاده غونډه کې دهلمند ولایت د کرنیزو چارو آمر مولوي محمد شریف احسان، دځمکو د تنظیم آمر مولوي زین الله زاهد، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي محمدعمر، د طبیعي سرچینو آمر قاري دین محمد مغفور، د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمر حافظ هدایت الله هدایت، د کرنې د برخې متخصص ماسټر جان آغا بشیري او یو شمېر نورو کارکوونکو هم حضور درلود.
په دې غونډه کې د هلمند ولایت د کرنې ریاست پر لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو مفصلې خبرې وشوې او د چارو د بهبود او نوښت په موخه ګډونوال خپل نظرونه شریک کړل.
همدارنګه د کرنې برخې د متخصص لخوا د یولړ مهمو موضوعاتو په اړه توضیحي معلومات وړاندې شول او له مسؤلینو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
دهلمند د کرنې رییس اړوندو چارواکو ته سپارښتنې وکړې ترڅو د مرکز او ولسوالیو په کچه په کاري بهیر کې مهمې لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې پر وخت شریک کړي تر څو حل لارې ورته ولټول شي او پر وخت ورته رسیدنه وشي.
هغه همدارنګه د اړونده مؤسساتو د فعالیتونو پر شفافیت او نظارت ټینګار وکړ ترڅو بزګرو او بڼوالو ته لا ښه خدمات وړاندې شي.
نوموړي همدارنګه د ځمکو، مالدارۍ، کرنیزو چارو او بېلابېلو برخو مسؤلینو ته یو لړ مهمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت