د هلمند ولایت د ځمکې غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي د مرافعه محکمې له رییس سره وکتل 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۱:۵۲

۱  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي او د یاد پلاوي غړو، د هلمند ولایت مرافعه محکمې له رییس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو په یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې، د چارو د نوښت او بهبود په موخه یې یو او  بل ته د اصولي همکاریو ډاډ ورکړل.
همدارنګه په یاده کتنه کې په ګڼو متحدالمالونو چې مرافعه محکمې ته رارسیدلي وو او په کاري بهیر کې یې د اړونده ادارو سره ربط درلود په تفصیلي او تشریحي ډول و خبرې وشوې او د عملي تطبیق په موخه دواړو لوریو یو له بل سره نظرونه شریک کړل .
تخنیکي پلاوي د مرافعه محکمې له رییس سره د امارتي ځمکو  د ذوالیدې اړونده املاکي موضوعاتو حل په برخه کې سلا مشورې وکړې او د عامو خلکو ترمنځ شخړو او ستونزو ته د رسېدو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت