د هلمند والي ددې ولایت د کرنې ریاست له اړونده ملکیتونو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۲۰
د هلمند والي ددې ولایت د کرنې ریاست له اړونده ملکیتونو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

۱۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي په داسې حال کې چې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج یې هم ملتیا کوله د بولان په سیمه کې له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړه. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د هلمند والي د بولان طبیعي ځنګل د ٧٠٠ جریبه ځمکې له ځینو برخو لیدنه وکړه د یاد ځنګل د لا بهبود په موخه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز ښاغلی کندزي د بولان انارباغ د نیالګیو له روزن ځای څخه لیدنه وکړه، هلته یې د چمتو شویو نیالیګو او د راتلونکي کال لپاره د نویو نیالګیو روزلو چارې وارزولې او د کرنې ریاست له هڅو یې ستاینه او ملاتړ څرګند کړ. 
د هلمند والي همداراز د بولان سیمه کې د ملت په نوم تفریحي پارک څخه لیدنه وکړه، هلته یې د پارک د رغولو نوې چارې له نږدې وکتلې د یاد پارک قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې په ځینو برخو کې سپارښتنې وکړې او هغوی ته یې له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت