د هلمند ناوې ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۱:۰
د هلمند ناوې ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

٢١ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٥ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو په وړاندې د مبارزې دفتر په مالي او  له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) په تخنیکي همکارۍ ١٠٠ تنو بزګر ته د جوارو د کتاري کرنې په اړه زده کړې ورکړل شوي دي.
همدارنګه د یوې بلې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ١٧ تنو بزګرو ته د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې یا  "ډی سی اي" مؤسسې په مالي همکارۍ په قاچاقي او  غیر قانوني لارو نورو هېوادونو ته د انساني قاچاق او مهاجرت د مخنیوي او خطرونو  په اړه لازم پوهاوی ورکړل شو، ددې ترڅنګ یادو بزګرو ته  د نوبتي کرنې په اړه هم فني معلومات او عامه پوهاوی ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې دعامه پوهاوی دغه لړۍ به دهلمند  مرکز لښکرګاه په ګډون ګڼو نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت