د هلمند ناوه مېش کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
د هلمند ناوه مېش کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د بشري خیریه  مؤسسې په همکارۍ، ددې ولایت ناوه مېش  ولسوالی ١٠٠٠ زرو نفرو بزګرانو ته دغنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلو په موخه د مستحقینو د انتخاب سروې پیل شوې ده. 
د سروې دغه چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ادامه لري، چې په تعقیب به یې هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ٥٠ کیلوګرامه سپین او ٥٠ کیلو ګرامه تور کیمیاوي سره ورکړل شي.
د دې پروسې موخه په دې ولسوالی کې د بزګرانو ملاتړ دی، چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي له خپلو ځمکو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت