د هلمند موسی کلا کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو وچولو دستګاوې ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۱:۳
د هلمند موسی کلا کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو وچولو دستګاوې ووېشل شول

۱۶ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا  د بشري خیریه مؤسسې په همکارۍ، موسی کلا ولسوالی کې پر ٥٠ بزګرانو د سبو وچولو دستګاوې ووېشل شول.
یاد دستګاوې د بینډیو رومیانو او باجڼو تر څنګ د بېلابېلو مېوو لکه انګور او زردالو  د وچولو وړتیا لري، چې پر مټ به یې هغه بزګر چې په زیاته کچه پورتني سابه کري او د مېوو بڼونه لري ګټه ورڅخه اخلي.
د دې پروسې موخه په دې ولسوالی کي د بزګرانو ملاتړ  او ملاتړ دی، چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي د خپلو محصولاتو د خرابېدو او له منځه تلو مخه ونیسي.
د یادولو وړ ده، چې د یادو مستحقو بزګرو د سروې او توزیع چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول سرته رسیدلي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت