د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران او بڼوال وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۱:۴۱
د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران او بڼوال وروزل شول

١۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د کوار خیریه مؤسسې په مالي مرسته نږدې ٩٦ تنو بزګرو او بڼوالو روزل شوي دي.
ددې روزنیز پروګرام په ترڅ کې یادو بزګرو او بڼوالو ته د نوې او عصري ماشینرۍ کارونې او د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شوي دي. 
له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي بزګر او بڼوال له دې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د کرنې ادارې څخه په دې برخه د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت