د هلمند سنګین کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۴۵
د هلمند سنګین کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د افغانانو د پوهې او وړتیا لوړولو یا جک مؤسسې په همکارۍ، ددېولایت د سنګین ولسوالی پر ٣٠٨٦ بزګرانو ته دغنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلو په موخه د مستحقینو د انتخاب سروې ترسره شوه.
د سروې دغه چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول پای ته رسیدلي دی، چې په تعقیب به یې هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ٥٠ کیلوګرامه کیمیاوي سرې ورکړل شي.
د دې پروسې موخه په دې ولسوالی کې د بزګرانو ملاتړ دی، چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي له خپلو ځمکو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت