د هلمند د نادعلی ولسوالی کې د ۶.۶۵ کیلومتر زابر پاکولو پروسه پیل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۴۹
د  هلمند د نادعلی ولسوالی کې د ۶.۶۵ کیلومتر زابر پاکولو پروسه پیل شوه


۱۵ وږی ۱۴۰۳ ه‍.ش
۲ ربیع الاول ۱۴۴۶ ه‍.ق
 د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالی کې د ۱۵۰ کسانو په مټ د ۶.۶۵ کیلومتره زابر پاکولو چارې پیل شوې، چې موخه یې د ځمکې حاصلاتو زیاتول او د اضافي اوبو تخلیه کول دي.
دا پروسه د هلمند ولایت د کرنې او اوبولګولو ریاست او د سور صلیب نړیوالې کمیتې په همکارۍ ترسره کېږي. دغه زابر د زرګونه جریبه ځمکې اضافي اوبه تخلیه کوي، چې د ځمکې د اصلاح او حاصلاتو د ښه والي لامل ګرځي.
د زابر پاکولو چارې به د ۴۰ ورځو په ترڅ کې د ۱۵۰ تنو ځایي کاریګرو په همکارۍ سرته ورسیږي، چې هر کارګر ته د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. د دې پروسې له لارې، د نادعلی ولسوالی لسګونه ځایي خلکو ته د کار فرصتونه برابریږي او د اوبو د رطوبت له امله کم حاصلات لرونکي ځمکې به بیا فعاله شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت