د هلمند دکرنې رییس دکرنې وزارت له پلاوي سره وکتل 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۲:۳
د هلمند دکرنې رییس دکرنې وزارت له پلاوي سره وکتل 

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه له راغلي پلاوي سره وکتل .
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې وزارت د کنترول عمومي مسؤل، دداخلي پلټنې او کرنیزو زېربناو استازي شامل دې هلمند ولایت ته د خپل سفر په اړه کرنې رییس سره معلومات شریک کړل.
نوموړي پلاوي وویل:« د ا.ا.ا د کابینې د ٣ بند (١٨)٢٥/ ٥/ ١٤٤٤ ګڼې مصوبې د تحقق په منظور د هلمند ولایت د کرنې ریاست په برخه کې هغو شرکتونو چې په تیر نظام کې پروژې تطبیق او او یاهم نیمه تطبیق کړي وي خو د هغوی د کار، تضمین او تامیناتو پیسې نه وي اجرا شوې د اسنادو او سوابقو ارزونه یې کوو او بیا یې په اړه د اجرا په موخه عالي مقاماتو ته راپور وړاندې کوو»
د هلمند د کرنې الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي راغلي پلاوي ته هر کلی ووایه او زیاته یې کړه :
«څرنګه چې د ا.ا.ا اسلامي نظام په ډیرو سختو قربانیو او تکالیفو راغلی دی نو د خپل وظیفوي مکلفیت له مخې هڅه کوو چې د نظام ملي بودیجه ، شتمني او عایداتو په تحفظ او د بیت المال په ښه ساتنه او پالنه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړو» 
هغه وویل تاسو چې د تېر وخت دپراختیايي پروژو د ارزونې مسؤلیت لرئ ، نو په ډېر دقت سره به د یادو چارو دقیقه پلټنه کوئ، تر څو د خیالي پروژو او یاهم دې ته ورته د نورو غیر اصولي کړنو په اړه یو روڼ او په حقیقت ولاړ راپور تر عالي مقاماتو پورې ورسول شي، هغه همدارنګه وویل چې موږ د اشخاصو او افرادو د واقعي حقوقو په اجرا خوښ یو خو د نظام له ملي بودیجې څخه په غیر شرعي او غیر اصولي ډول د سوء استفادې په کلکه څارنه کوو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت