د هلمند دکرنې رییاست: د ګرشک ولسوالی قوریه کې ٣٠زره اصله نیالګي روزل کېږي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۱:۱۹

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو امریت لخوا د ګرشک باغ عمومي ځمکه کې د ٣٠زره اصله نیالګیو روزلو چارې پیل شوي دي.
دغه لړئ د هلمند ولایت د مقام په همکارۍ د یوه ګډ پلاوي په مرسته او همکارۍ تر سره کېږي چې په ٨ جریبه ځمکه کې به مختلف النوعه مېوه لرونکي  او بې میوې نیالګي وروزل شي.
د ګرشک عمومي بڼ د نیالګیو روزلو قوریه چې له مودو را پدیخوا پکې کرنیز فعالیتونه په ټپه درېدلي ؤ، دا مهال د هلمند د کرنې ریاست اړوند طبیعي سرچینو آمریت لخوا د ولایت مقام په همکارۍ کرنې ته چمتو شوې ده چې همدا اوس پکې د نوو نیالګیو روزلو چارې روانې دي. یاد نیالګي چې شمېر یې ٣٠زرو ته رسېږي پکې مېوه لرونکي او زینتي بوټي شامل دي، چې راتلونکي کال ته به د بڼوالو لپاره وېشلو ته چمتو شي.
په نوموړې قوریه کې به د بېلابېلو اصلاح شوو نیالګیو روزلو برخه کې د کرنې ریاست فني او مسلکي کارمندان کار کوي تر څو د راتلونکي کال لپاره بڼوالو ته با کیفیته اصلاح شوي او زینتي نیالګي چمتو شي او تر څنګ یې د سیمې او چاپیریال د ښکلا او سمسورتیا په پار به په ګڼو عام المنفعه ځایونو کې وکرل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت