د هلمند دکرنې ریاست: لښکرګاه کې امنیتي چارواکو سره د ځمکې د غصب مخنیوی په پار د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴۳
د هلمند دکرنې ریاست: لښکرګاه کې امنیتي چارواکو سره د ځمکې د غصب مخنیوی په پار د همغږۍ ناسته وشوه

۱۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارئ ریاست د ترویج او په لښکرګاه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی مسؤل قاري  محمد نسیم مسلم د لښکرګاه ښار د دریمې او څلورمې حوزې له امنیتي مسؤلینو سره د همغږئ ناسته وکړه. 
په یادو جلاجلا ناستو کې لومړی د دریمې حوزې مسؤل یاسر او ورپسې د څلورمې حوزې مسؤل ملا اخند  او د یادو حوزو له اړونده وکیلانو سره د همغږې ناستې وشوې، په یادو ناستو کې دواړو لوریو د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او ساتنې په برخه کې یو بل ته د بشپړو همکاریو ډاډ ورکړ.
تر ناستو وروسته په یادو سیمو کې له ګڼو امارتي ځمکو څخه لیدنې او ارزونې وشوې چې وروسته به په ترتیب سره د خپلو سرو او غاصبینو اشخاصو لخوا د نوو تصرفاتو د مخنیوی په برخه کې بیړنۍ اقدامات ترسره کیږي.
د یادولو وړ ده، چې هلمند کې به د ولسوالیو ترڅنګ په مرکز لښکرګاه کې هم له دې وروسته د غاصبینو پر وړاندې جدی اقدامات ترسره کیږي او چاته به د امارتي املاکو د غصب اجازه ورنکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت