د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو کورنیو مرستې وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۲
د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو کورنیو مرستې وېشل کېږي

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
 دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د جک مؤسسې په مالي همکارۍ د ګرمسېر او نهرسراج ولسوالیو  ٧٥٤ تنو ښځینه وو کروندګرو سره د بېلابېلو توکو د مرستې تر څنګ د زده کړو لړۍ پیل شوي دي.
د یادو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته د سبو تخمونه چې په ترکیب کې یې،  بنډۍ ۱۵۰ ګرامه،  پیاز ۶۰ ګرامه، رومي بانجان ۶۰ ګرامه، ګازره ۵۰ ګرامه، کرم ۸۰، شلغم ۸۰ ،  ګوبپ ۸۰ ، توربانجان ۸۰ ګرامه، همدارنګه یو عدد بیلچه، د اوبو جیک، د اوبو اب دان، ښاخی،  کجبیله او د اوبو ډبه شامل دي وېشل کېږي.
نوموړو کورنیو ته همدارنګه  د سبو د ښې روزنې  په برخه کې زده کړې هم ورکول کېږي. 
دیادولو وړ ده، چې ګرمسېر او نهرسراج ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم ګڼو بزګرو او مالدارانو سره د بېلابېلو توکو مرستې ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت