د هلمندي بڼوالو د روزنې لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۱:۳۶
د هلمندي بڼوالو د روزنې لړۍ پیل شو

٣٠ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت فني کارکوونکو لخوا، ددې ولایت بڼوالو ته په فني ډول د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږی.
په دې روزنیزه برنامه کې، بڼوالو ته د سپېرغوږې یا خاکسترک، قرغنه، شیري او نورو ناروغیو او دغه راز د حشراتو د مخنیوي په هکله هر اړخیزې زده کړې ورکول کېږي. 
ددې ترڅنګ د وقايوي او ترکيبي درملو، يوريا سپري، ژمني غوړيو، لايم سلفر اونورو ترکیبي او وقايوي درملو دجوړول او استعمالولو وختونه هم بڼوالو ته ښودل کېږي.
ددې روزنیز پرورګرام موخه د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفیت او کمیت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د هلمند دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي هلې ځلې کوی، چې ددې ولایت دودیز کرکېلي ته پرمختللي او عصري بڼه ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت