د نورستان د چهارمغزو سږني حاصلات به لس سلنه زیات شي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۵:۳۹
د نورستان د چهارمغزو سږني حاصلات به لس سلنه زیات شي
 
بزګر (دهقان) اوونیزه
راپور: حشمت‌الله امیني
ژباړه: جمعه‌ګل اشرفي
د نورستان د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د چهارمغزو «غوزانو» سږني حاصلات به دوه زره او ۸۰۰ مټریک ټنو ته ورسیږي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي، دا په داسې حال کې ده، چې ددې ولایت د چهارمغزو کلنۍ تولید دوه زره او ۵۵۰ مټریک ټنو ته رسیږي.
د نورستان په ولایت کې نږدې ۳۰۰ زره هکټار ځنګلونه شتون لري، چې له دې ډلې ۲۸۰ هکټاره یې د چهارمغزو جوړ شوي او طبیعي ځنګلونه دي. د نورستان ولایت غوزان ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ته لېږل کیږي او له هغه ځایه له هېواده بهر صادریږي.
د نورستان ولایت مرکز پارون او ددې ولایت نورګرام، دواب، کامدیش، وایګل، واما او برګمټال هغه ولسوالۍ دي، چې د چهارمغزو ډېری ونې په کې کرل شوي دي، خو ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ځای ځای د چهارمغزو ونې شتون لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کلونو کې ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د نورستان ولایت په مرکز پارون او ددې ولایت په واما او وایګل ولسوالیو کې د چهارمغزو نږدې ۵۰۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
د نورستان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وایي: «چهارمغز ددې ولایت د بڼوالو د عوایدو مهه سرچینه ده. ددې ولایت په مرکز کې ۱۰ هکټاره ځمکه، د نورګرام په ولسوالۍ کې ۷۰ هکټاره، په وایګل کې ۲۵ هکټاره، کامدیش کې ۲۵ هکټاره، په برګمټال کې ۲۰ هکټاره، دواب کې ۳۵ هکټاره او د واما ولسوالۍ ۱۵ هکټاره ځمکه د چهارمغزو ځنګلونه پوښلې دي.»
نسیمي زیاته کړه: «ددې ولایت د غرونو په لمنو او شاړو ځمکو کې د چهارمغزو بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره سیمې زرغون شوي، د خاورې د تخریب مخه نیول شوې، کورنیو ته د عواید او خلکو ته د کار زمینه برابره شوې اوترڅنګ یې د هېواد په کچه ددې محصول د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل شوي دي.»
د نورستان په ولایت کې د چهارمغزو احداث شوي بڼونه او په طبیعي ډول د چهارمغزو ځنګلونه شتون لري. ددې ولایت یوشمېر اوسیدونکي وایي، چې ددې ولایت د وحشي چهارمغزو حاصلات ډېر ښه دي، خو که په عصري، مسلکي او تخنیکي ډول یې بڼونه جوړ شي حاصلات یې ډېریږي او ونې یې هم ښه وده کوي.
د نورستان د مرکز پارون یو تن بڼوال عمرګل وايي: «له نېکه مرغه نورستان د چهارمغزو کرکېله ته مناسبه خواره او اقلیم لري، ددې ولایت ځمکې او د غرونو لمنې د چهارمغزو بڼونو جوړولو ته مناسب او ډېر ښه ځای دی، سږکال زموږ د چهارمغزو حاصلات ډېر دي، دغه چهارمغز نورو ولایتونوپه ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او لغمان ته صادروو.
دغه راز د کرنې وزارت د سون توکو د چمتو کولو په پار په دې ولایت کې ژر رسه ځنګلونه جوړ کړي دي، چې د ونو د پرې کېدو مخه یې نیولي او په دې ولایت کې د چهارمغزو د ځنګلونو او ونو د زیاتوالي لامل شوي دي. ددې ترڅنګ د شنوخونو، کورنیو باغچو، سړخونو او زېرمتونونو جوړول په دې ولایت کې د کرنې وزارت نور پراختیایي پروګرامونه دي.
نورستان د هېواد ختیځ ته پروت ولایت دی، چهارمغزو ونو لپاره ددې ولایت مناسبه خاوره او اقلیم ددې لامل شوي، چې په دې ولایت کې د چهارمغزو ونې او حاصلات ورځ تر بلې زیات شي. په دې ولایت کې د ۷۵ زره هکټاره څړځایونو او ۳۰۰ زره هکټاره ځنګلونو شتون د افغانستان د ځنګلونو یو پر پنځمه برخه جوړوي، چې د جلغوزې، نښترو، څېړۍ (بلوط) او مثمر غرني ونې لکه بادام، تاک، انځر او غرني زیتون پوښلي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت