د ننگرهار د کرنې رییس ددې ولایت د شاتو مچیو ټولنې له چاراکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۰:۳۳
د ننگرهار د کرنې رییس ددې ولایت د شاتو مچیو ټولنې له چاراکو سره وکتل

۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد ددې ولایت د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چارواکو سره په کتنه کې د شاتو مچیو د لېږد، ترویج او د دوی د ستونزو هوارولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د شاتو مچیو روزونکو د ټولنې مشر ریاض محمد رودوال په تورخم ګمرک کې د شاتو مچیو د انتقال او په ګمرک کې د ستونزو، شاتو مچیو ترویج، د فارمونو سروې،  لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
دغه راز ښاغلي  رودوال د بېرو ځنګلونو جوړولو، په غریزو سیمو کې د شاتو مچیو روزونکو ته د اسانتیاوو او بازار موندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د یادې ټولنې چارواکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت