د ننګرهار کرنې رییس د تخمونو د تصدیق لابراتوار کې د تیغ وهني له تجروبو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۴:۱۹

۱۵ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې له لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
د تخمونو د تصدیق امر غافر الله کانوال په لابراتوار کې پر غله جاتو، سبو، تېلي نباتاتو او ګڼو نورو برخو کې پر شته تجروبو او روانو فعالیتونو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي په لابراتوار کې د اصلاح شوو تخمونو د تیغ وهني فیصدۍ، په لابراتوار کې ستونزي، لاسته راوړني او راتلونکي کړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي کانوال د کرنې رییس ته وویل پدې لابراتوار کې د ناروغیو، بدلو نوعو، د تیغ وهني فیصدۍ، اوبو اندازي معلومولو او نوري برخو کې  څیړنې کیږي او تر تائیدۍ  وروسته ورته سرټفکیټ ورکول کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کار کوونکو پر ښو کارونو خوښي څرګنده کړه او دلابراتوار په برخه کې د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت