د ننګرهار کانال شرکت په ۸۰ جریبه ځمکه د مالتې بڼونه جوړېږي

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۵ - ۱۱:۹
د ننګرهار کانال شرکت په ۸۰ جریبه ځمکه د مالتې بڼونه جوړېږي

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت د هډې فارم اړوند لومړي بلاک ۵۰ او۵۲ نمره ځمکه (حلقوي سړک ترڅېرمه) په شاوخوا ۸۰ جریبه ځمکه کې د مالتې بڼونه جوړېږي.
د مالټې یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ورسره به ۲۵ کسانو ته په نېغه او سلګونو نورو کسانو ته په نا نېغه ډول د کار زمینه برابرېږي.
د چارواکو په خبره تېر کال د کانال په ۱۷۵۰۰ جریبه ځمکه د مالتې بڼونه مالټې بڼونه جوړ شوي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټرویو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.
 د ننګرهارکانال دسټروسو حاصلات چې د لوړ کیفیت لرونکي دي  د پلازمینې کابل سربېره دهېواد نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت