د ننګرهار کانال شرکت؛ د ثمرخېلو قوریه د دې شرکت ٩٠ سلنه اړتیاوې پوره کوي   

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۱:۴۵
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د ثمرخېلو قوریه د کانال شرکت اړوند د څلور ګونو فارمونو نږدې ٩٠ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

٤ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٢جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د ثمرخېلو قوریه د کانال شرکت اړوند د څلور ګونو فارمونو نږدې ٩٠ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
دغه قوریه د ثمرخېلو په سیمه کې په شاوخوا ۱۴ جریبه ځمکه کې جوړه او خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
د ننګرهار کانال شرکت د کرنیزو چارو سلاکار انجنیر جمیل خوشحال، د دفتر امر قاري شکیل احمد ذاهب خېرخواه، د هډې فارم امر انجنیر سید اغا میاخېل او یوشمېر نورو چارواکو له دې قوریې څخه د لیدنې پرمهال ددې قوریې د کارکوونکو ستونزې واورېدل، او اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
 یادو چارواکو د لیدنې پرمهال وویل: "د ثمرخېلو یاده قوریه به لا غني کړو، اړتیاوې به يې پوره شي، ځکه په دې قوریه کې اوس زرګونه نوعه نیالګي او قلمې موجودې دي."
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د ثمرخېلو ددې سترې قوريې په شان په درېيم او دوهم فارمونو کې هم سترې قوريې شتون لري، چې په کې زرګونه ډوله بوټې او قلمې  شتون لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت