د ننګرهار کانال ریاست څلور ګونو فارمونو کې د زیتونو ونو د مضره حشراتو پر وړاندې مجادله پیل شوی ده
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د مضره حشراتو د مخنيوي او لمنځه وړلو په موخه د یاد شرکت څلورګونو فارمونو کې په شته زیتونو ونو درمل شیندنه پیل شوی دی.
د ددې دواشیندنې موخه داده، چې د ياد شرکت د څلورګونو فارمونو د زیتونو ونې د مضره حشرې ګواښ نه په امن او حاصلات یې لوړ شي.
ددې پروګرام په ترڅ کې د یاد شرکت ۳۲۵۰ جریبه د زیتونو بڼونه کې درمل شیندل کېږي.