د ننګرهار د کرنې رییس په څېړنیز فارم کې له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۸:۱۱
د ننګرهار د کرنې رییس په څېړنیز فارم کې له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار په څېړنیز فارم کې د روانو کړنو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار دکرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو امر او دفارم مدیر له لورې ورته د کرل شویو او راتلونکي کرونکي نباتاتو، شته ستونزو، لاسته راوړنو او نورو اړونده برخو کې معلومات ورکړل شو.
 په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم مسؤلینو څخه دښو کارونو ترسره کولو برخه کې ستاینه وکړه.
ښاغلي محسن مسؤلینو ته لازمې سپارښتني وکړې او وویل د یاد فارم دلا پیاوړتیا لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او مختلفو مؤسسو سره په اړیکه کې یو، ترڅو د کرنې په برخه کې بزګرانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې او دکرنیزو توکو پر حاصله ډولونو سپارښتنه  ورته وکړو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت