د ننګرهار د کانال شرکت رییس د افغانترک ښوونځیو سلاکار سره وکتل
۱۲ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس سید محمد نعیم محمدي د افغانترک ښوونځیو سلاکار دوکتور خلیل الله سره په کتنه کې د دوی ستونزې غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
ددې کتنې په ترڅ کې د کانال شرکت د مطبوعاتو او ړیکو لوی مدیر سید همایون غریبمل، د افغانترک ښوونځی د جلال اباد مومن دهلکانو عالي لېسې مدیر سمسور او د یادې لیسې تدریسي مرستیال فرید الله همت هم حضور دلود.
د دې لیدنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
باید وویل شي، چې د د افغانترک ښوونځی جلال اباد څانګه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه « بهسودو پل ترڅنګ»د کانال په نږدې ۱۴ جریبه ځمکه کې جوړه ده .