د ننګرهار د کانال ریاست په پنځو ولسوالیو کې ۱۱زره او ۳۹۶ هکټاره ځمکې لري

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۹:۴۸
د ننګرهار د کانال ریاست په پنځو ولسوالیو کې ۱۱زره او ۳۹۶ هکټاره ځمکې لري

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې دننګرهار وادي کرنېز ریاست ( کانال پروژه) د هېواد د سترو کرنیز، اقتصادي او ټولنیزو پروژو څخه ده. ددغې سترې پروژې ساختماني چارې په ۱۳۴۲ کال کې عملاً پیل شوی.
ددې ریاست عمومي کانال په یوه ثانیه کې د ۵۰ متر مکعب اوبو وړتیالري، چې ۳۱ زره هکټاره ځمکې خړوبوي.
د چارواکو په خبره د ننګرها کانال ریاست ۱۱ زره او ۳۹۶ هکټاره ځمکه لري، چې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې پروت دی. دغه راز یاد ریاست څلور میکانیزه کرنیز فارمونه هم لري.
ددې ریاست لوی نهر (کانال) د ۲۵ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې ۱۱ زره او ۳۹۶ هکټاره ځمکه یې دولتي او ۱۴ زره هکټاره یې شخصي ځمکې دي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکو ددې ریاست د چارو د ښه پرمخ وړلو او د عوایدو زیاتوولو په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې د کانال اړوندو ځمکو کې د کبانو فارمونه، د چرګانو، فارمونه، د مالدارۍ فارمونه، د بېلابېلو مېوو بڼونه او یوشمېر نو تاسیسات جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت