د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د ځمکني توتانو حاصلات
۴ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «کلپ» پروژې له خوا د ننګرهار ولایت دره نور کې د یوتن بزګر ځمکه د ځمکني توتانو کرکېلي ته چمتو شوې وه، چې نورو کرنیزو محصولاتو ته په کتو یې عواید څو چنده زیات دي.
دره نور د ننګرهار ولایت ښکلی او کرنیز ولسوالۍ ده، چې بڼوالۍ ته مساعده اوبو او هوا لري. د کرنې وزارت له خوا په دې ولسوالۍ کې ډول ډول پروژې له ډلې د اوبولګولو د شبکو جوړول، د بڼونو او کورنیو باغچو جوړول او د ځمکني توتانو د کرکېلي پروژې پلی شوي دي، چې دا د ځمکني توتانو د حاصلاتو ټولولو وروستي بېلګي دي. دیادې ولسوالۍ د ځمکني توتانو د حاصلاتو ټولولو لومړی فصل د وري اوغويي میاشتو کې پېلېږي.