د ننګرهار دکرنې رییس دخوړو نړیوال پروګرام مسؤل سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۳۷
د ننګرهار دکرنې رییس دخوړو نړیوال پروګرام مسؤل سره وکتل

٣٠ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ربیس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام د ختیځ زون مسؤل داکتر محمد ناصر عطايي سره په کتنه کې د بېرو ځنګلونو، ګودامونو او ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د خوړو نړیوال پروګرام د ختیځ زون مسؤل داکتر محمد ناصر عطایي په کرنه کې د خپلو پروژو په تړاو معلومات وړاندې کړل. ښاغلی عطایي وویل، دوی په ننګرهار کې پر ۳۱۰ جریبه ځمکه د بېرو ځنګلونه جوړکړي، ددي ترڅنګ ورته د څاڅکو اوبخور سیستمونه هم جوړ کړي دي. 
نوموړي زیاته کړه دوی ۶۰۰۰ اصله د ستروسو ونو  بڼوالۍ هم ترسره کړې ده؛ چې د سیمي د ښکلا ترڅنګ به تریو بریده د ستروسو په برخه کې پرځان بسېا شو.
دغه راز عطایي د بیا ځل لپاره د خوراکي توکو د ګودامونو د دقرارداد غوښتنه وکړه او هم یي د شاتو مچیو ۱۰۰ صندوقونو د ورکړي ژمنه وکړه.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خوړو نړیوال پروګرام له مسؤلینو د منني ترڅنګ د قانون په رڼا کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت