د ننګرهار دکرنې ریاست: د ټارکیټ شوو عوایدو په خپل وخت راټولولو په موخه غونډه ترسره شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۹:۳۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: د ټارکیټ شوو عوایدو په خپل وخت راټولولو په موخه غونډه ترسره شوه 

د ننګرهار ولایت والي حاجي ملا محمد نعیم اخند تر مشرۍ لاندې په دې ولایت کې د عایداتي ادارو له ریسانو سره د ټارکیټ ورکړل شوي عوایدو د راټولولو په موخه غونډه ترسره شوه. 
غونډه کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سربېره د مستوفیت، ترانسپورت، ښارجوړونې، عدلیه، پوهنې، پوهنتون، اطلاعات او فرهنګ، ټول ګټو، مرکزی احصاییه ریاستونو ریسانو خپل د راټول شوو عوایدو په اړه د ننګرهار والی ته ګزارش وړاندې کړ. 
دننګرهار د کرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد لخوا د خپل ریاست اړوند د راټول شوو عوایدو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د عوایدو راټولولو برخه کې په یو شمیر ستونزو هم خبری وکړي او زیاته یي کړه چې د ځمکو د اجارو برخه کې ډیر باقیداران شته چې خپل د اجارو پیسی یي نه دی تحویل کړي، نو ددی لپاره چې د مستاجرینو باقیداری تصفیه شي، د ولایت مقام څخه یي د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ولایت مقام لخوا ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت