د ننګرهار دکرنې ریاست؛ دره نور ولسوالی کې د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت څارویو غوجلو جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۹
د ننګرهار دکرنې ریاست؛ دره نور ولسوالی کې د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت څارویو غوجلو جوړولو چارې پیل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۰۰ زره افغانیو پراختیایي بودیجي په لګښت د ننګرهارد  دره نور ولسوالۍ سروړ کلي کې ۱۰ تنو مالدارانو ته د غوجلو جوړولو وسایل ورکړل شو.
د ننګرهارد  کرنې ریاست د طبیعي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل وویل، چې د دره نور ولسوالۍ سروړ کلي کې څه موده مخکي د وحشي ژویو (پرانګ او لیوه)  له لورې کورني حیوانات داړل شوي ؤ، نو یادو مالدارانو سره د مرستي په موخه د غوجلو جوړولو چارې پیل شوې.
ښاغلي اتل وویل، چې هر مالدار ته فینس جال، پايي، سمینټ،سکو جال دروازي او نور توکې غوجلو جوړولو لپاره ورکړل شوي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د څارویو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «اف‌اې‌او» له رییس ریچارډ ترینچارډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د هډې فارم مالدارۍ څانګه هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د هډې فارم په مالدارۍ فارم کې له ۳۰۶ غواګانو څخه ۶۳ یې شیدې ورکوي، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۶۰۰ لیټره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزله‌ځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالی کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو مالدارو کورنیو د ملاتړ په موخه، ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته بلاربې، ځوانې او د. . .

بازگشت