د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې ۲۰ بېوزله او کونډو مېرمنو ته کورني چرګان ووېشل شول
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د کرنې ښوونې او روزنې د ودې مؤسسې په بهسودو ولسوالۍ کې ۲۰ ناچاره او کونډو مېرمنو ته د هګۍ چرګې وېشلې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هرې کورنۍ ته ۱۶ قطعي چرګې، ۵۰ کیلو ګرامه خوراکه، دهګۍ ټولولو پچۍ، دانه خورې، آب خورې، دستکشې او ماسکونه ورکړل شوي دي.
ښاغلي محسن د ټاکل شوو مېرمنو محرمانو ته د چرګانو ساتنې او کورنۍ اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د ننګرهار بې وزله او ناچاره بزګرانو او مالدارانو سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي، ترڅو کورنۍ پر ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.