د ننګرهار اوو ولسوالیو کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۱:۵۲
د ننګرهار اوو ولسوالیو کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د «FAO» په همکارۍ ددې ولایت  د اوو ولسوالیو «شېرزاد، دره نور، مومندره، غني خېل، نازیان، سپین غر او دور بابا» کې نهه زره او ۸۰۰مالدارانو او سره د حیواني درملو او د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدارا ته د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار شپږ زره او ۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یاد ولسوالیو له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې ادارې له خوا د د یادو ولسوالیو  په ګډون د نورو  ولسوالیو ګڼو مالدارو او کوچیانو سره د څارویو د متراکمو خوړو او نغدې پیسې مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په یاد ولسوالیو کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت