د ننګرهارکانال شرکت رییس دهډې فارم امریت او روغتیايي کلینیک څخه څارنه وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۰:۱۹
د ننګرهارکانال شرکت رییس دهډې فارم امریت او روغتیايي کلینیک څخه څارنه وکړه  

د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د یاد شرکت اړوند د هډې فارم امریت او روغتیايي کلینیک څخه څارنې او لیدنې پر مهال دیاد آمریت او کلینیک د کارکوونکو ستونزې او ړاندیزونه واروېدل.
ددې کتنې په ترڅ کې د ننګرهار دکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم 
د هډې فارم امر او روغتیايي کلینک مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
په همدې حال کې د هډې فارم امر انجنیر سیداغا میاخېل او روغتیايي کلینیک مسئوولينو د کانال شرکت رییس څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزې هوارولو په پار له دوی سره وکتل او زياته يې کړه چې دا ډول ليدنو له برکته زموږ ټول مامورین خپلو مسئووليتونو ته لا متوجه کېږي. 
باید وویل شي، چې دکانال شرکت رییس سره په دې لېدنه کې د کرنیزو چارو مسوول انجنیر جمیل خوشحال، دفتر امر قاري شکیل احمد ذاهب خېرخواه او یوشمېر نورو چارواکو ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت