د ننګرهارکانال شرکت: د درېيو فارمونو په ۸۱۹۴ جریبه ځمکې جوار کرل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۱:۴۲
د ننګرهارکانال شرکت: د درېيو فارمونو په ۸۱۹۴ جریبه ځمکې جوار کرل شوي

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د درېيو فارمونو په ۸۱۹۴ جریبه ځمکې کې جوار کرل شوي دي، سږنۍ حاصلات به یې زرګونو ټنه ته ورسېږي.
د چارواکو په خبره د جوارو دغه فصل د کانال په درېيو فارمونو (۲،۳،۴) کې اجاره لرونکو له خوا کرل شوي دي. 
 ددغو فارمونو د امرینو په وینا چې له یوه جریب څخه به دغه اجاره لرونکي ترکابو سل منو جوارو پورې حاصلات راټول کړي. 
بل پلو د ویلو ده، چې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه ننګرهارکانال شرکت د هلال هډه وال شرکت سره یو تړون لاسلیک کړی دی، چې له مخې يې یاد شرکت په کابو زر جریبه ځمکې د جوارو اصلاح شوي تخمونه کري دي.
په ننګرهارکې د هلال هډه وال شرکت یو تن مسوول ډاکتر عبدالغفارلودین وویل، چې سږ کال به د اټکل له مخې د جوارو د اصلاح شویو تخمونو حاصلات نږدې دوه سوه میټریک ټنو ته لوړ کړي، او بازار ته به د هایبرید ورایټۍ ښه حاصل وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت