د ناروې کمېټه د کرنې په برخه کې نوې پروژې پلي کوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۱۵
د ناروې کمېټه د کرنې په برخه کې نوې پروژې پلي کوي

١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
په افغانستان کې د ناروې کمېټې چارواکو د کرنې په سکتور کې خپلې نوې پروژې د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ته وړاندې کړل.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سره د لیدنې پر مهال د یادې کمېټې مسوولینو د کرنې په برخه کې د خپلو نویو پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې دوه چکډمونه او لس سړې خونې جوړوي. 
دا پروژه د خوړو خوندیتوب، د طبیعي پیښو د خطرونو د کمولو او د حرفوي زده کړو د برابرولو په موخه د ناروې د کمیټې له لارې پلي کېږي.
د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کسان په مستقیمه توګه او ۱۵۰ زره کروندګر به په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړي او همدارنګه د دې پروژو په پلي کېدو سره به پر ۳ زره بزګرانو کرنیز تخمونه هم ووېشل شي.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د زېربنايي او پايداره پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «په کوم حال کې، چې موږ یو د مرستندویو بنسټونو له خوا تر ډېره لنډ مهاله او هغه پروژې، چې اغیزمنتوب یې ډېر کم دی پلي کیږي، چې نشي کولی د خلکو ستونزې حل کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې ډېری بنسټونه او ادارې دې د هېواد د بزګرانو او مالدارانو لپاره دوامداره زیربنایي پروژې پلي کړي او پروژې د بیړنیو حالاتو څخه راووځي او د پرمختیایي پروژو پلي کولو ته دې مخه کړي.»

کمیته ناروی پروژه‌های جدید را در بخش زراعت تطبیق می‌نماید
۱۴ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مسوولان کمیته ناروی در افغانستان پروژهای جدید شان در بخش زراعت را غرض هماهنگی به وزارت زراعت به  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت پیش‌کش نمودند.
مسوولان کمیته در جریان دیدار با مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در مورد پروژهای جدید شان در بخش زراعت معلومات ارییه کرده و از فعالیت‌های چون؛ ساخت دو چکدم و ساختن ۱۰  سرد خانه در ۱۰ ولایت کشور  تعهد سپردند.
این پروژٰه از طریق کمیته ناروی به هدف مصئونیت غذائی، کاهش خطرات حوادث طبیعی و آموزش دهی تعلیمات حرفوی تطبیق می‌شود.
با تطبیق این پروژها به گونه مستقیم حدود ۵۰ هزار نفر و غیر مستقیم ۱۵۰ هزار  دهقان از مزیت آن  مستفید می‌شوند و همچنان با تطبیق این پروژها  برای سه هزار دهقان تخم بذری توزیع می‌شود. 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان این دیدار تاکید به تطبیق پرو‌ژههای زیربنایی و پایدار در افغانستان کرده افزود" در حالتی که ما قرار داریم بیشتر پروژهای کوتاه مدت و با موثریت کمتر از سوی نهادهای مدت رسان تطبیق می‌گردد که مشکلات مردم را حل نمی تواند و درخواست ما این است که بیشتر موسسات بر تطبیق پروژهای زیربنایی و پایدار برای دهقانان و مالدارن کشور بپردازند و و پروژها از حالات اضطراری  خارج شده و رو به  تطبیق پروژهای انکشاف بیاورند".

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

د افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا. . .

بازگشت